د هرات په مارکېټ کې اور لګېدنې شاوخوا ۵۰۰ دوکانونه سوځولي دي

د جامو پلورونکو د اتحاديې مرستيال علي احمد جيلاني وايي، اورلګېدنه د شارټ سرکټ له امله رامنځته شوې ده. جيلاني وايي، د قصر هرات مارکېټ شاوخوا ټول دوکانونه يې د زيان د مخنيوي په موخه خالي کړي دي.
د جامو پلورونکو د اتحادیې مرستیال وايي، د هرات قصر مارکېټ کې دننه له ۵۰۰ تر ۶۰۰ هټیو کې ډېری سوځېدلي دي. هغه وايي چې د زيانونو د مخنيوي په موخه يې د هرات ښار قصر مارکېټ ته غځېدلې ټولې لارې تړلې کړي او هيچا ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.
(2023 / 6 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جامو پلورونکو د اتحاديې مرستيال علي احمد جيلاني وايي، اورلګېدنه د شارټ سرکټ له امله رامنځته شوې ده. جيلاني وايي، د قصر هرات مارکېټ شاوخوا ټول دوکانونه يې د زيان د مخنيوي په موخه خالي کړي دي.
د جامو پلورونکو د اتحادیې مرستیال وايي، د هرات قصر مارکېټ کې دننه له ۵۰۰ تر ۶۰۰ هټیو کې ډېری سوځېدلي دي. هغه وايي چې د زيانونو د مخنيوي په موخه يې د هرات ښار قصر مارکېټ ته غځېدلې ټولې لارې تړلې کړي او هيچا ته د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.
يو له قربانيانو څخه فهيم وايي، چې د لوى اختر لپاره يې د نويو جامو لپاره يواځې درې لکه افغانۍ راوړې، خو ټوله سرمايه يې په خاورو بدله شوې ده. د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۳ بجې رامنځته شوه.
اړوند موضوعات:
د امريکا په کليفورنيا کې اورلګېدنې ګڼ شمېر کورونه له ګواښ سره مخ کړي
د هرات والي همداراز وویل چې د اور د کابو کولو لپاره د اسلامي امارت د ځواکونو ټولې هڅې روانې دي. د يادونې وړ ده، چې دا مهال د هرات ماڼې شاوخوا ليلامي لاره تړل شوې او هټيوالو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې خپل دوکانونه پرانيزي.