کابل والي د یوناما دفتر له سیاسي مرستیال او مل پلاوي سره په ولایت مقام کې وکتل.

کابل والي د یوناما دفتر له سیاسي مرستیال او مل پلاوي سره په ولایت مقام کې وکتل.
15 جون پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د یوناما دفتر له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل او مل پلاوي سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.
کابل والي دوی ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه؛ یوناما دفتر چې د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کوم فعالیتونه کړي مننه او هرکلی یې کوو او د دې فعالیتونو د لا پراخوالي غوښتونکي یو.
کابل والي همدارنګه د یوناما له مرستیال وغوښتل، چې کابل ښار او ولسوالیو کې د خپلو مرستو د دوام تر څنګ دغه مرستې د کار په بدل کې ترسره کړي، ترڅو هم پراختیا او بیا رغونې ته کار وشي او هم په مرستو کې شفافیت رامنځته شي.
شیخ محمد قاسم خالد زیاته کړه؛ اوس په افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی، ملګري ملتونه دې له لاسته راغلي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره له افغان ولسونو سره په تعلیمې، پراختیایي، روغتیایي او نورو برخو کې مرستې وکړي.
اړوند موضوعات
د کابل والي د مرکزي جهادي مدرسې څخه لیدنه او د دې مدرسې ښوونکو ستونزې د حل په موخه واورې.
ښاغلی خالد دغه راز په ولسوالیو کې د منظمو تعمیرونو په جوړولو او ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو ټینګار کړی او په یادو ټولو برخو کې یې له یوناما سره د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.





