د کابل والي د مرکزي جهادي مدرسې څخه لیدنه او د دې مدرسې ښوونکو ستونزې د حل په موخه واورې.

0
298

د کابل والي د مرکزي جهادي مدرسې څخه لیدنه او د دې مدرسې ښوونکو ستونزې د حل په موخه واورې.

14 جون چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د مرکزي جهادي مدرسې له استادانو او شاګردانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزي او وړانديزونه واورېدل او د حل  ډاډ یې ورکړ.

 

شیخ محمد قاسم خالد د لیدنې پر مهال د دې مدرسې استادانو او شاګرادانو ته په وینا کې وویل؛ د افغانستان علماوو ته خدای ډیر عزت ورکړی او ټول ژوند یې په سعادت تیریږي.

 

کابل والي دوی ته په اشارې سره وویل، چې اوسنۍ ازادي یې د همدغو شاګردانو او مشایخو پر مټ تر لاسه کړې ده.

 

ښاغلي خالد زیاته کړه؛ موږ د جهاد یوې برخې څخه راوتلي یو اوس د جهاد بله برخه شروع شوې او په دې برخه کې به ولسونو او علمي ځایونو ته ځانګړې پاملرنه کوو.

اړوند موضوعات

کابل والي د یکه توت او قلعه زمان خان سیمې له یو شمېر سپین ږیرو او ځوانانو سره کتلي.

 

د کابل والي په وینا؛ د دیني مدرسو او ښوونځیو اکمالات د اسلامي امارت مسولیت ده او په هره برخه کې به ورته کار ورته کو.

Leave a reply