د ملي دفاع وزیر: امریکا له افغان حکومت سره د دښمنۍ په حال کې ده

0
172

د ملي دفاع وزیر: امریکا له افغان حکومت سره د دښمنۍ په حال کې ده

امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دښمنۍ په لاره کې ده او له امریکا غوښتنه کوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی، په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي برخو کې باید خپله ازادي ولري او امریکا باید هڅه مه کوه چې افغانستان تر خپل واک لاندې وساتي او یا په دې کې خپل اهداف پلي کړي.

 

(2023 / 6 / 15   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد: په افغانستان کې د اسلامي احکامو خلاف غوښتنې هېڅکله نه منل کېږي او د نړیوالې ټولنې ځینې غوښتنې له اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې دي، چې سرپرست حکومت ته د منلو وړ نه دي.

د ټول شموله حکومت جوړول، تعلیمي مسایل او د بیان ازادي د افغانستان له داخلي مسایلو څخه دي او نړۍ باید په دا ډول مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي.

امریکا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د دښمنۍ په لاره کې ده او له امریکا غوښتنه کوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی، په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي برخو کې باید خپله ازادي ولري او امریکا باید هڅه مه کوه چې افغانستان تر خپل واک لاندې وساتي او یا په دې کې خپل اهداف پلي کړي.

اړوند موضوعات:

امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د جنګي وسایلو په تولید کې کموالی راوستی دی

سرپرست حکومت له هېڅ هېواد سره په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره جګړه او شخړه نه غواړي او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نړۍ د هېوادونو پر ضد وکارول شي.

Leave a reply