امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د جنګي وسایلو په تولید کې کموالی راوستی دی
امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د جنګي وسایلو په تولید کې کموالی راوستی دی
بلخوا امریکايي دفاعي چارواکي بیا وایي دوی لا هم د نظامي برخې ډېرې پیاوړتیا ته اړتیا لري، ځکه په اروپا کې روسیې یرغلیز حالت غوره کړی دی او په نړۍ کې ځينې نور هېوادونه هم له خطر سره مخ دي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکايي رسنۍ وایي وروسته له هغه چې امریکا له افغانستان ووتل، نو د ځينو ځانګړو چورلکو او وسلو تولید یې کم کړی دی او د راتلونکي او روان کال په بودیجه کې یې هم د لا ډېرو وسلو تولید ته ځای نه دی ورکړی.
سرچینه کاږي په دې کې تر ډېره هغه چورلکې شاملې دي چې په افغانستان کې به د ځانګړو عملیاتو لپاره کارول کېدې، چې اوس یې له قراردادي کمپنیو سره ځینې قرار دادونه لغوه شوي او یا یې د تولید شمېر د پام وړ کم شوی دی.
بلخوا امریکايي دفاعي چارواکي بیا وایي دوی لا هم د نظامي برخې ډېرې پیاوړتیا ته اړتیا لري، ځکه په اروپا کې روسیې یرغلیز حالت غوره کړی دی او په نړۍ کې ځينې نور هېوادونه هم له خطر سره مخ دي.