د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره کتلي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یو اين ډي پي (UNDP) له رئيس سره کتلي.
جون 14 چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) له نوي رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره وکتل.
د غونډې په پیل کې په افغانستان کې د یو این ډي پي رئیس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل: د دوی لپاره اړینه داده چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو په اساس پروژې طرحه کوي ترڅو مرسته شوي پیسې تر اړمنو خلکو ورسیږي او ستونزې يې تر یو حده هوارې شي. هغه زیاته کړه، دوی به کوښښ وکړي چې د یاد وزارت سره همغږي زیاته کړي او د خپلو همکاریو په دوام سره به نور هم د مرستو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي.
اړوند موضوعات
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس د یو این ډي پي (UNDP) نوي رئیس ښاغلي سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامداره مرستو قدرداني کوي او ټینګار يې وکړ چې باید اساسي پروژو ته حق اولیت ورکول شي او هغه لیرې سیمو ته کار وکړئ ، کوم چې په تیرو شلو کلونو کې ورته هیڅ کار ندی شوی.