کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت کنړ ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې.

کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت کنړ ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې.
26 مئي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کنړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
خبر زیاتوي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې له خوا د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په صدیق آباد کلي کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
اړوند موضوعات
د کلیو پراختیا وزارت کندز او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۳۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.
د یادې شبکې مجموعي اوږدوالی ۶ کیلومتره دی چې پکې د ۴۰ متر مکعب په ظرفیت سره یوه ذخیره او د ۱۱۷ شیردهنونو نښلول شامل دي. د نوموړې شبکې په بشپړیدو سره په یاد سیمه کې کور په کور د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.