ایران هیواد څخه د بندیانو د خلاصون په لړ کې ۱۰۰ تنه افغان بندیان افغان دولت ته وسپارل شول.

0
103

ایران هیواد څخه د بندیانو د خلاصون په لړ کې ۱۰۰ تنه افغان بندیان افغان دولت ته وسپارل شول.

 

13 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان ١٤٠٢ ه ش کال د جوزا ٢١ نېټه، ایران هیواد څخه ۱۰۰ تنه افغان بندیان آزاد او هیواد ته راستانه کړای شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، د مشرتابه د حکمونو دتعقیب او نظارت د لوی ریاست او د زندانونو د عمومي مسؤل د هلو ځلو پایله کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د شوي توافق لمخې د بندیانو د انتقال په لړ کې یو ځل بیا ١٠٠ افغان بندیان د نیمروز ولایت د ابریشم بندر له لاري افغان ته حکومت ته وسپارل شول.

اړوند موضوعات

د پاکستان کراچۍ له زندانونو څخه ۵۶ تنه افغان بندیان خلاص او خپل هیواد ته ستانه کړای شول.

 

یاده دې وي چې له دې مخکې هم د یاد توافق له مخې سلګونه افغان بندیان د ایران هیواد څخه ازاد او هیواد ته راستانه کړای شوي دي.

Leave a reply