د پاکستان کراچۍ له زندانونو څخه ۵۶ تنه افغان بندیان خلاص او خپل هیواد ته ستانه کړای شول.

0
148

د پاکستان کراچۍ له زندانونو څخه ۵۶ تنه افغان بندیان خلاص او خپل هیواد ته ستانه کړای شول.

30 اپریل یکشنبه 2023

په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د سیند ایالت کراچۍ څخه یې د افغان بندیانو د خلاصون په بهیر کې تیره ورځ ۵۶ تنه نور افغان بندیان خلاص کړي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د سیند صوبې له محابسو څخه د افغان وګړو دخلاصون په بهیر کې، تیره ورځ شنبه د روان لمریز کال د ثور ۹مه او د روان میلادی کال د اپریل ۲۹ مه، په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسلګرۍ د هڅو په پایله کې د کراچی ملیر و سنترل جیل له محابسو څخه ۵۶ تنه افغانان آزاد کړای شول. په دغه بندیانو کې ۲۴ تنه ماشومان هم شامل وو.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د پاکستان شارژدافير سره په پاکستان هیواد کې د افغاني بندیانو په اړه خبرې اترې کړي.

 

د یاد سفارت خبرپاڼه کې راغلي چې خوشې بندیان د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د لارښونې سره سم، د جنرال قونسلگری په مالی لګښټ، په کراچۍ کې افغانستان اسلامی ا.ا جنرال قونسلګری سرپرست، مولوی سید عبدالجبار تخاری په موجودیت کې په دوه بسونو کې افغانستان ته ولیږدول شول.

Leave a reply