د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د پاکستان شارژدافير سره په پاکستان هیواد کې د افغاني بندیانو په اړه خبرې اترې کړي.

0
170

د بهرنیو چارو وزیر کابل کې د پاکستان شارژدافير سره په پاکستان هیواد کې د افغاني بندیانو په اړه خبرې اترې کړي.

18 اپریل سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن په کابل کې د پاکستان جمهوريت شارژدافير عبيدالرحمن نظاماني د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

 

د بهرنيو چارو وزير په سر کې پاکستاني ديپلومات ته ښه راغلاست ووايه او هيله يې څرګنده کړه چې د ده بېرته راتګ به د دواړو هېوادونو پر ديپلوماتيکو اړيکو ښه اغېز ولري.

 

مولوي متقي په کراچۍ کې د ډېری افغان بنديان خوشې کیدل یو ښه ګام وباله او غوښتنه يې وکړه چې پاته نور بندیان هم له اختر مخکې آزاد شي.

 

مولوي امير خان متقي همدا راز ښاغلی نظاماني وهڅاوه چې د ويزو ورکړې بهير کې شفافيت رامنځ ته کړي.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان هیواد د ولسمشر له لومړي مرستیال او مل پلاوي سره کتلي.

 

عبيدالرحمن نظاماني هم هيله څرګنده کړه چې بيرته ستنيدو سره به يې د دواړو هيوادونو اړيکو کې ښه والی راشي او زياته يې کړه چې سفارت به يې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سره په ګډه د ويزو د تسهیل پر يوه ميکانيزم کار وکړي.

Leave a reply