د کابل ولایت والي د یو شمیر کوچینانو سره په لیدنه کې ویلي: هڅه کوو چې کوچیانو ته د تعلیم زمینه برابره کړو.

د کابل ولایت والي د یو شمیر کوچینانو سره په لیدنه کې ویلي: هڅه کوو چې کوچیانو ته د تعلیم زمینه برابره کړو.
جون 13 سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت موسهي ولسوالۍ ولسوال او یو شمیر کوچي قوم مشرانو سره لیدلي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ ولسوال او په دې ولسوالۍ کې مېشتو یو شمېر کوچیانو له کابل والي سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک او په دې برخه کې د لا ډیرې پاملرنې غوښتونکي شول.
کابل والي له دوی سره په خبرو کې وویل؛ د اسلامي نظام راتګ د ټولو هیله وه او اوس چې په هېواد اسلام نظام حاکم شوی، مسولین یې مکلف دي، چې د ولسونو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
ښاغلي خالد زیاته کړه؛ موږ د هري ولسوالۍ مسول ته سپارښتنه کړې، چې د لرې پرتو سیمو ولسونو او کوچیانو ستونزي ور حل کړي.
اړوند موضوعات
کابل والي د یکه توت او قلعه زمان خان سیمې له یو شمېر سپین ږیرو او ځوانانو سره کتلي.
کابل والي دغه راز زیاته کړه؛ ولایت مقام بهرنیو او کورنیو موسسو ته ویلي، چې په بېلابېلو برخو کې له تاسو سره مرسته وکړي او موږ هڅه کوو، چې تاسو ته د تعلیم زمینه برابره کړو.