د انرژی او اوبو سرپرست وزیر د یو شمیر متشبثینو او ملی سوداګرو سره وکتل
د انرژی او اوبو سرپرست وزیر د یو شمیر متشبثینو او ملی سوداګرو سره وکتل
په دې کتنه کې يو شمېر ملي سوداګرو د انرژۍ د پراختيا په برخه کې همکاريو ته لېوالتيا څرګنده کړه او هېواد ته يې د خدمت لپاره چمتووالى وښود.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د سوداګرو هلې ځلې وستایلې او یادونه یې وکړه چې په هیواد کې د انرژۍ پراختیا د افغانستان د ټولو خلکو همکارۍ ته اړتیا لري. د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست دوی ته د وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل پلانونه او لارې چارې د وزارت له تخنیکي ټیم سره شریکې کړي.
(2023 / 6 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د انرژی او اوبو وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په متحده عربی اماراتو کی د انرژی له سلاکار انجنیر حمیدالله صدیقی، په امریکا کی د اسلامی تعلیماتو له استاد ډاکټر محمد داوود نسیمی او د اقتصاد پوهنځی پوهاند ډاکټر محراب الدین حمیدی د ترکیې او یو شمیر نورو متشبثینو او ملي سوداګرو او په هیواد کې د انرژۍ د پروژو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه بحث او نظریات تبادله کړل.
په دې کتنه کې يو شمېر ملي سوداګرو د انرژۍ د پراختيا په برخه کې همکاريو ته لېوالتيا څرګنده کړه او هېواد ته يې د خدمت لپاره چمتووالى وښود.
د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د سوداګرو هلې ځلې وستایلې او یادونه یې وکړه چې په هیواد کې د انرژۍ پراختیا د افغانستان د ټولو خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
اړوند موضوعات:
تر ترکیې تړ روسیې وروسته چین هم افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست دوی ته د وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپل پلانونه او لارې چارې د وزارت له تخنیکي ټیم سره شریکې کړي.