تر ترکیې تړ روسیې وروسته چین هم افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده   

0
167

تر ترکیې تړ روسیې وروسته چین هم افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده 

وانګ بو یادونه کړې، چې د افغان سفارت په همکارۍ به ژر تر ژره یو تخنیکي ټیم افغانستان ته ولیږي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ترکیې او روسیې هم د اوبو او انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.

 

(2022 / 6 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د انرژي چاینا د جنوبي اسیا د څانګې اجراییوي مشر وانګ بو ویلي چې دوی په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

په چین کې افغان سفیر سید محی الدین سادات د انرژي چاینا د جنوبي اسیا د څانګې اجرایوي مشر وانګ بو، سره په افغانستان کې د اوبو، برېښنا او ورته برخو کې د پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.

لیدنه کې سادات انرژي چاینا ته بلنه ورکړې، چې د لومړنیو معلوماتو او د اړوندو ادارو د تخنیکي ټیمونو سره د خبرو لپاره خپل تخنیکي ټیم افغانستان ته ولېږي.

وانګ بو یادونه کړې، چې د افغان سفارت په همکارۍ به ژر تر ژره یو تخنیکي ټیم افغانستان ته ولیږي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ترکیې او روسیې هم د اوبو او انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.

Leave a reply