د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مرستیال کابل کي میشت د قزاقستان هیواد له سفیر سره لیدلي.

0
193

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مرستیال کابل کي میشت د قزاقستان هیواد له سفیر سره لیدلي.

10 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مرستیال نن له غرمې وړاندې د قزاقستان جمهوري هیواد له سفیر ښاغلي الیم خان” یسین ګلدیف” سره د یاد وزارت په ماڼۍ کې ولیدل.

 

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو امنیتي، سوداګریزو او په ځانګړې توګه نشه یي توکو سره د مبارزې پر موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړې.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د دوست هیواد قزاقستان څخه وغوښتل، چې د روږدو کسانو د درملنې او د یاد معینیت د منسوبینو د ښوونې او
روزنې په برخه کې همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي.

 

وروسته؛ د قزاقستان جمهوري هیواد ښاغلي سفیر وویل، چې دوی تیار دي، چې په افغانستان کې نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

Leave a reply