د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ قیلغو قریه کې د الفتح په نامه د یوې لویې دیني مدرسې دبنسټ ډبره کېښودل شوه.

0
183

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ قیلغو قریه کې د الفتح په نامه د یوې لویې دیني مدرسې دبنسټ ډبره کېښودل شوه.

 

10 جون جمعه 2023

 

تیره ورځ جمعه د ۱۴۰۲ لمریز زیږدیز کال د غبرګولي ۱۹مه نېټه د خوږیاڼو ولسوالۍ د قیلغو قریه کې د هېواد د علماو، شیوخو، مفتیانو، پوهنتون استادانو، قومي مشرانو او ځوانانو په حضور کې په څه کم یو جریب هدیه شوې ځمکې د مدرسة الفتح په نوم د یوې لویې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 

د د مدرسې د بنسټ ډبرې کیښودو دغو مراسمو ته د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتی حبیب حضرت حقاني سربیره د هیواد د ستر جهادي شخصیت مرحوم مولوي محمد یونس خالص بابا ځوی انوارالحق مجاهد، د یادې مدرسې بنسټ ایښودونکي، د کډوالو وزارت د داخلي بې ځایه شوو مسؤل مولوي سردار شیرزاد او لسګونه علماء کرامو، ولسي خلکو او د قیلغو د ټولنې شورا غړو ګډون کړی وو.

 

یادې غونډې ته ټولو علماء کرامو د دیني او عصري علومو په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې. دوی ټولو په یوه خوله وویل چې مدرسې د انساني تربیت لپاره غوره مرکزونه دي، د ټولنې د وګړو د دنیاوي او اخروي چارو د سعادت او نیکبختۍ لامل ګرځي.

 

دوی زیاته کړه په کومو هېوادونو کې چې مدرسي وي هلته د پردیو د فرهنګي او مذهبي یرغل مخه نېول شوي وي، وګړي یې د الهي احکامو او نبوي احادیثو په رڼاکې شپې تېروي او د پردیو د هر ډول توطیو د لمنځه وړلو لپاره مدرسو تل رغنده رول لوبولی دی.

 

د یادې مدرسې بنسټ ايښودونکي، د کډوالو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شوو د ریاست ریئس مولوي سردار شیرزاد پخپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې یاده مدرسه به دسیمې پر سطحه د معاصرې نړۍ د اصولو سره سم پر یوه غوره معیاري نصاب ولاړه وي، چې د دیني زده کړو سربیره به ښه پرمختللی د عصري علومو نصاب هم ولري، چې د کمپيوټر لیب، لوی کتابتون، عربي او انګلیسي ژبې پر کورسونو به مشتمل وي.

اړوند موضوعات

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پنجشېر ولایت جهادي مدرسې له مهتمم او استادانو سره کتلي.

 

د یادې مدرسې د بنسټ ډبره د ننګرهار د پوهنې رئیس مولوي حبیب حضرت حقاني، مولوي انوارالحق مجاهد، د مدرسې بنسټګر مولوي سردار شیرزاد او ولسي مشرانو په لاسونه کیښودل شوه.

حماد شیرزاد

Leave a reply