د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پنجشېر ولایت جهادي مدرسې له مهتمم او استادانو سره کتلي.

0
73

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د پنجشېر ولایت جهادي مدرسې له مهتمم او استادانو سره کتلي.

31 مئي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د پنجشېر جهادي مدرسې مهتمم مولوي مسیح الله او د دې مدرسې یو شمېر استادانو او علماوو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې یادو علماوو وویل، پنجشېر کې ځایي خلک د اسلامي امارت په واکمنېدو خوښ دي او دغلته د ځينو تشويشونو په اړه تبليغات د يو شمېر مغرضو کړيو کار دی‌.

 

هغوی زیاته کړه، هغه کسان چې له بهره د اسلامي امارت خلاف يا هم د پنجشېر د وضعیت په اړه ناوړه تبلیغات کوي، په ولس کې ځای نه لري او نور يې خلک په ناسمو تبلیغاتو باور نه کوي.

 

یادو علماوو دغه راز د پنجشېر یو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریکې کړې.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، پنجشېر ولایت د نورو ولایتونو په څېر د افغانستان یو ښکلی او زړه راښکوونکی ولایت دی، چې د اوسېدونکو لپاره یې د سهولتونو برابرول، د دولتي خدمتونو عرضه کول او د ستونزو راکمول د اسلامي امارت مسووليت دی.

اړوند موضوعات

سیاسي مرستیال د عامې روغتیا وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د معیاري روغتیايي خدمتونو په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده

 

نوموړي د خپلو خبرو پای کې دغلته د جهادي مدرسې پر فعاليت خوښي وښوده او زیاته يې کړه، د پنجشیر د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.

Leave a reply