د کراچۍ په خوخاپر سيمه کې يو پلار خپل دوه کلن زوى په شکنجه کولو سره وژلى دى.

0
213

باغی ټی وی رپورټ

د کورنګي ايس ايس پي طارق نواز ويلي، چې د اسلم په نوم يو کس په کور کې دننه له خپلې مېرمنې سره جنجال درلود، چې په ترڅ کې يې دوه کلن ماشوم عبدالهادي په ژړا شو، چې له امله يې اسلم په غوسه شو او پر ده يې شکنجه پيل کړه، چې له امله يې هغه مړ شو.

د ایس ایس پي کورنګي وینا ده چې اسلم د ماشوم پلار دی چې له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

ايس ايس پي زياته کړه چې د ځايي خلکو او د کور د خاوند په وينا د مېړه او مېرمنې تر منځ شخړې معمولې وې.

د پيښي اطلاع ترلاسه کيدو سره پوليس موقع ته رسيدلي او د ماشوم جسد ئي د قانوني کاروائي لپاره جناح هسپتال ته منتقل کړے دے ولي د ملزم اسلم لټون لپاره په مختلفو ځايونو کښي د لټون عمليات روان دي۔

Leave a reply