خوړو او درملو اداره وایي: کندهار کې د سنوفارما په نوم د درملو د تولید د لویې ملي فابریکه افتتاح ترسره شوه.

خوړو او درملو اداره وایي: کندهار کې د سنوفارما په نوم د درملو د تولید د لویې ملي فابریکه افتتاح ترسره شوه.
6 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کندهار ولایت کې د هېواد په سطحه یوه ملي فابریکې (سنوفارما) چې د دوا جوړونې خورا مهمه معیاري او لویه فابریکه ده افتتاح شوه.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا فابریکه به د درملو په برخه کې تر ډیره د هېوادوالو اړتیا پوره کړي.
مالومات ښایي چې د سنوفارما فابریکې سهم داران ۷۱ تنه تجاران او شرکتونه دي.دا فابریکه به په یو شفت یعنې ۸ ساعتونو کې ۵۶۰۰۰۰۰ ګولۍ ، ۲۰۰۰۰۰۰ کپسول او ۶۰۰۰۰ بوتله شربت جوړوي.
سنوفارما متعهد ده چې ۵۰ میلیونه ډالره نور هم په ۵ پاسونو کې مصرف کړي، ترڅو دا فابریکه نوره هم غني شي.
اړوند موضوعات
د سنوفارما دوا به په ټول هیواد کې یو قیمت لری چې په دوا لیکل شوی ده.ــ د سنوفارما فابریکې د دوا کیفیت او معیار له ۹۸ فیصده نیولې تر ۱۰۲ فیصده پورې ده. سنوفارما د نړۍ په ۸۴ هېوادونو کې راجستر شوې ده.






