کابل والي له یو شمېر مقاعدو جنرالانو او قومندانانو سره د ولایت مقام کې لیدنه ترسره کړی.

کابل والي له یو شمېر مقاعدو جنرالانو او قومندانانو سره د ولایت مقام کې لیدنه ترسره کړی.
5 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو له متقاعدو جنرالانو او قومندانانو سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې راغلو جنرالانو په خپلو خبرو کې وویل؛ موږ چمتو یو چې په هره برخه کې خپل هېواد لپاره کار وکړو.
کابل والي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون په رامنځته کولو سره بهر کې د افغان شخصیتونو د راستنېدو زمینه برابره کړې او تاسې هم نورو بهر مېشتو هېوادوالو ته ډاډ ورکړئ، چې خپل هېواد ته راوګرځې.
شیخ محمد قاسم خالد وویل؛ د افغانانو په بې ساریو قربانیو سره خپلې موخې چې اسلامي نظام دی رسېدلي یو، د اسلامي امارت مشرتابه په عمومي عفوې سره یو مهم ابتکار وکړ.
اوس د دې وخت رارسیدلی، چې خپل هېواد ته پرمختګ ورکړو او دا یوازې د اسلامي امارت مسولیت نه، بلکې د هر افغان مسولیت ده چې خپل هېواد ته پرمختګ ورکړو.
ښاغلي خالد راغلیو جنرالانو ته په خطاب کې وویل؛ تاسې د همدې خاورې علمي کادرونه یاست هېواد تاسو ته اړتیا لري، اسلامي امارت به ستاسو له نظامي تجربو ګټه واخلي، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او ټول یې باید په ګډه د ابادولو لپاره کار وکړو.
اړوند موضوعات
کابل والي د پغمان ولسوالۍ له یو شمیر سپین ږیرو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.
ښاغلي خالد همدارنګه د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د همکاري ډاډ ورکړ.






