کابل والي د پغمان ولسوالۍ له یو شمیر سپین ږیرو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

کابل والي د پغمان ولسوالۍ له یو شمیر سپین ږیرو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.
مئي 20 شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي د پغمان ولایت د یو شمیر مشرانو سره لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د پغمان ولسوالۍ یو شمېر سپین ږیرو د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد سره په لیدنه کې د خپلې سیمې ځینې ستونزې او وړاندیزونه له کابل والي سره شریک کړل او د حل په برخه کې یې ترې د همکاري غوښتنه وکړه.
کابل والي شیخ محمد قاسم خالد دوی ته ښه راغلاست وویل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.
او د حل په برخه کې یې دپوره همکاري ډاډ ورکړ.
نوموړي والي له راغلو سپین ږیرو وغوښتل، چې د کورنیو جګړو له مینځه وړلو لپاره لا ډیره هڅه وکړي او د رامنځته کېدو سببونه یې لرې کړي، ترڅو ټول ولسونه سره د وروري په فضا کې ژوند وکړي.
اړوند موضوعات
د کابل والي د یاد ولایت د ښاري نظم کمېټې له غړو سره لیدلي او د ښار د نظم په اړه یې بحث ترسره کړی.
ښاغلي خالد همدارنګه د بشپړ امنیت تامین او لا ښې حکومتولي لپاره د ولسونو همکاري یوه جدي اړتیا وبلله، چې د د یادو سپین ږیرو له لور ورته بشپړ ډاډ ورکړل شو.






