د کابل والي د یاد ولایت د ښاري نظم کمېټې له غړو سره لیدلي او د ښار د نظم په اړه یې بحث ترسره کړی.

0
107

د کابل والي د یاد ولایت د ښاري نظم کمېټې له غړو سره لیدلي او د ښار د نظم په اړه یې بحث ترسره کړی.

8 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایا والي شیخ محمد قاسم خالد د دې ولایت په مقام کې د ښاري نظم کمېټې له غړو سره لیدنه وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي کابل والي د روژې په مبارکه میاشت او د اختر په شپو او ورځو کې کابل ښار کې د غوره نظم راوستلو په برخه کې د یادې کمېټې کار نامې وستایلې او د دوی قدرداني یې وکړه.

 

شیخ محمد قاسم خالد د دې لیدنې پر مهال وویل؛ دا چې کابل ښار کې ډیر نفوس اوسیږي، نو ځکه یې د نظم برابرول ډیر ستونزمن کار دی.

اړوند موضوعات

د کابل والي د یاد ولایت د معارف شهر له رییس سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

 

کابل والي د ښاري نظم لا ټینګښت لپاره دغې کمېټې ته ځینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Leave a reply