کامیډین ولي شیخ په کراچۍ کې لوټ شوی دی.
باغی ټی وی رپورټ
وسله والو د ناردرن بای پاس سره نزدې د اداکار ولي شیخ نه پيسې، موبایل ټیلیفون او ساعت وتښتول.
د پوليس وينا ده چي پيښه د شورو په ورځ رامخي ته شوي ده چي په اړه ئي ايف آئي آر درج کړے شوي دي۔
بل خوا ولي شيخ وايي چې غلو نغدې پيسې، موبايل او ساعت هم له ځان سره وړي دي.
د ګلشن مقر پولیس وايي، د غلا پېښه له هر اړخه څېړل کېږي، پولیس د پېښې ځای ته څېرمه ګزمه کوي. د اداکار د قیمتي سامانونو غلا کولو او د سامان واپس کولو لپاره د ملزمانو د نیولو لپاره هر ممکنه هڅې روانې دي.
د راپورونو له مخې پولیسو د پېښې قضیه د ګلشن معمار په تاڼه کې ثبت کړې او له بېلابېلو زاویو یې پلټنې پیل کړې دي.