د کراچۍ په منګوپير پښتون اباد سيمه کې د اوبو چورانو پر ضد د عملياتو پر مهال د واټربورډ پر ټيم بريد شوی دی.

0
94

باغی ټی وی رپورټ

د وياند په وينا، منګوپير پښتون اباد کې د اوبو ستونزه پيدا شوې او په سيمه کې د اوبو د غلو پر ضد عمليات شوي، چې په ترڅ کې يې غلو د واټر بورډ پر ټيم بريد وکړ.

د وياند په وينا، د بريد له امله د واټر بورډ پنځه کارکوونکي ټپيان شوي او د واټر بورډ موټرو ته هم زيان اوښتى او د تورنو کسانو پر ضد يې مقدمې درج کړې دي.

د اوبو بورډ چارواکي وايي، د عملیاتو په ترڅ کې د اوبو غیر قانوني کنکشنونه لرې شوي او د اوبو غله به په هېڅ صورت ونه بخښل شي.

Leave a reply