نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار په بیلابیلو ولایتونو کې اړولي او څو تنه یې نیولي.

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار په بیلابیلو ولایتونو کې اړولي او څو تنه یې نیولي.
3 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې شاواخوا ۴۳ جریبه کوکنار په غور او لسګونه جریبه د کوکنارو کروندې د کاپيسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې اړولي دي.
همداراز، یادو پولیسو د نشه یي توکو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو درې تنه په خوست، دوه تنه په کندهار او دوه کسه په کابل او دایکندي کې نیولی او په غور کې یې ۶ زره او درې سوه کیلو اومان بوټي سوځولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یادو پولیسو په څو جلا عملیاتو کې لسګونه جریبه کوکنار د کاپيسا ولایت په نجراب او کوه بند ولسوالیو، ۲۰ جریبه په غور او ۶ جریبه د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې اړولي دي.
اړوند موضوعات
همدارنګه، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۶ کسه په هرات کې او دوه تنه له ۸۰۰ ليټرو کمیاوي موادو سره په کابل کې نیولي دي.






