نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو بیلابیلو ولایتونو کې نیږدې ۱۷۰۰ جریبه کوکنار اړولي او یو شمیر کسان نیول شوي.

0
199

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو بیلابیلو ولایتونو کې نیږدې ۱۷۰۰ جریبه کوکنار اړولي او یو شمیر کسان نیول شوي.

1 جون پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۸۲ جریبه کوکنار د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ، ۱۰ جریبه په غور او لسګونه جریبه د کوکنارو کروندې په پروان ولایت کې اړول شوي دي.

 

همدارنګه، یادو پولیسو ۵ کسه د نشه یي توکو د پلور په تړاو په هرات او درې تنه په کابل کې نیولي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د شرابو دوه کارخونې له منځه وړي او ۲۵ تنه یې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته وخت کې یادو پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۹۷۷ جریبه کوکنار د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ، ۳۰ جریبه په غور او څلور جریبه په دایکندي او لوګر ولایتونو کې اړولي دي.

Leave a reply