د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ ودانۍ بیارغول کیږي

0
183

د دې ولایت والي قاري بختیار معاذ تېره ورځ دایمیرداد ولسوالۍ ته د ګډ پلاوي په مشرۍ د سفر په ترڅ کې ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسوالۍ د ودانۍ رغولو ترڅنګ به یې اساسي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وویل، چې په تېر جګړو کې د دغه ولایت ګڼ شمېر سیمې زیانمنې شوې او اوسېدونکو یې زیات زیان لیدلی، نوموړي زیاته کړه د تېرو جګړو له امله د یو شمېر ولسوالۍ ودانۍ هم تخریب شوې، چې په نیږدې موده کې به یې د بیارغونې کارونه پیل شي.

(2023 / 5 / 31    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د میدان وردګ ولایت مسولین وایي، چې په تېرو جګړو کې د دغه ولایت د ویجاړو او تخریب شویو ولسوالیو ودانۍ بیارغول کیږي.

د دې ولایت والي قاري بختیار معاذ تېره ورځ دایمیرداد ولسوالۍ ته د ګډ پلاوي په مشرۍ د سفر په ترڅ کې ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ولسوالۍ د ودانۍ رغولو ترڅنګ به یې اساسي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وویل، چې په تېر جګړو کې د دغه ولایت ګڼ شمېر سیمې زیانمنې شوې او اوسېدونکو یې زیات زیان لیدلی، نوموړي زیاته کړه د تېرو جګړو له امله د یو شمېر ولسوالۍ ودانۍ هم تخریب شوې، چې په نیږدې موده کې به یې د بیارغونې کارونه پیل شي.

اړوند موضوعات:

د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې د یو باب CHC کلینیک د الحاقیه ودانۍ د تعمیر چاری پیل شوې.

په میدان وردګ ولایت کې تیرو دومدارو جګړو د دې ولایت هرې برخې ته سخت زیان رسولی چې اوس خلک د بیارغولو غوښتنه کوي.

Leave a reply