د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې د یو باب CHC کلینیک د الحاقیه ودانۍ د تعمیر چاری پیل شوې.
د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې د یو باب CHC کلینیک د الحاقیه ودانۍ د تعمیر چاری پیل شوې.
19 اپریل چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د یاد ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند سرخ آب سیمه کې د یو باب CHC کلینیک د الحاقیه ودانۍ د تعمیر چاری پیل شوې.
په همدی موخه په جوړو شویو مراسمو کی د محمدآغې ولسوال، د عامې روغتیا ریاست مرستیال، د تمویل کوونکو موسسو استازو، د رغنیز شرکت انجینرانو، د سيمي مشرانو او مخورو ګډون کړی وو.
د محمدآغې ولسوال میر محمد هاشم په خپلو څرګندونو کې د یادی سيمي خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، اسلامي امارت دهیواد د آبادۍ ، پرمختګ او خلکو ته د ژوند دلازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
او راتلوونکي کې به زمونږ هیواد له هر اړخه په ځان بسیا او نورخلک به دلته کاروبار ته راځي، ولسوال زیاته کړه؛ هڅه کوو چې د محمدآغې ولسوالۍ ټولو سیمو ته چې د عام المنفعه خدماتو څخه محرومي پاتې شوي په هره برخه کې مختلفي پروژی عملي کړو، هغه د سرخ آب نښلوونکې سړک ته په اشارې سره وویل؛ هڅه کوو ددغه سړک د پخولو چاری هم ژر پیل شي.
ښاغلي حزبالله د پلي کوونکي شرکت څخه وغوښتل چې معیار او کیفیت ته پام وکړي.
د عامې روغتیا ریاست مرستیال د سرخ آب د خلکو له تیرو قربانیو او د عامي روغتیا له سکتور څخه د دوی د ملاتړ څخه مننه او قدردانۍ وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د عامې روغتیا ریاست تل هڅه کوي چې د شته امکاناتو څخه په استفادي سره روغتيايې خدمات لا پیاوړي کړي ښاغلي فنا وویل؛ دغه نوی تعمیر به د یاد کلنیک د ځای او اطاقونو دکمښت ستونزه حل کړي او د خلکو له استازو يې وغوښتل چې د روغتيايې مرکز د ساختماني چارو د کیفیت څخه خپل کنټرول جاري وساتي او د پروژی په لا ښه تطبیق کې د ساختماني شرکت له کارکونکو سره همکاري وکړي.
ددغه روغتيايې مرکز ودانۍ د سرخ آب د سیند پر غاړه د پخواني تعمیر تر څنګ د کډوالو د چارو د نړیوالی اداری (UNHCR) په مالي لګښت او د (ACHRO) موسسې په تخنیکي همکارۍ د شاوخوا دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت په معياري او اساسي ډول د جامع روغتيايې مرکز (CHC)په ډول د بشیر لودین (BLCC) ودانیز شرکت له لوري په اتو میاشتو کې جوړیږي.
په دغو ودانیزو چارو کې یو پوړیز تعمیر، د اوبو ذخیره، جنراتور روم، د کثافاتو څاه ګانې،پارک سرسبزي، کوچني سرکونه، او احاطه شامل دي.
اړوند موضوعات
لوګر ولایت کې یوه ځوان ۷۰۰ زده کوونکو ته په وړیا ډول یو کلن ښوونیز پروګرام پیل کړی.
سرخ آب د محمدآغې ولسوالۍ لری پرته سیمه ده چې په تیر کې جګړو زیاته ځپلی او خلک يې له خورا ستونزو سره مخ دي مګر تازه چارواکو ډاډ څرکند کړی چې دغې سیمې ته خاصه پاملرنه لري.