لوګر ولایت کې یوه ځوان ۷۰۰ زده کوونکو ته په وړیا ډول یو کلن ښوونیز پروګرام پیل کړی.

0
216

لوګر ولایت کې یوه ځوان ۷۰۰ زده کوونکو ته په وړیا ډول یو کلن ښوونیز پروګرام پیل کړی.

9 اپریل یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د مرکز پل‌علم اړوند د غیرت آباد او بیدک په سیمو کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت ۷۰۰ زده کوونکو ته بیا ځلې د وړیا زده کړو یو کلن ښوونیز کورسونه پرانیستل.

 

د یادو کورسونو د پرانیستنې په مراسمو کې د مرکز پل علم د پوهنې آمریت د نظارت آمر انجینر اسدالله عباسي، ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ مسوولانو، ګڼو دیني عالمانو، قومي مشرانو او زده کوونکو برخه اخېستې وه.

 

خبر زیاتوي چې دغه ښوونیز کورسونه د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ مشر الحاج محمد اکبر اتل په شخصي لګښت د غیرت آباد او بیدک په سیمو کې د پوهې رڼا خپرولو او د علم په ګاڼه د ماشومانو سمبالولو په موخه پرانیستي دي.

 

په نوموړو کورسونو کې د یوه کال لپاره په وړیا ډول د مسلکي ښوونکو له خوا زده کوونکو ته د دیني، انګلیسي،کمپیوټر، ریاضي او ساینسي مضمونونو زده کړې ورکول کېږي.

 

په یادو کورسونو کې تر ډېره بې‌وزلي، یتیمان او بې سرپرسته هغه ماشومان زده‌کړې کوي چې اقتصادي ستونزې لري او په شخصي کورسونو کې د درس ویلو توان نه لري.

 

د نوموړو کورسونو تر پرانیستلو وروسته پر زده کوونکو درسي کتابونه او درسي توکي ووېشل شول او هم د پایته رسېدلي درې میاشتني ژمني کورسونو ۸۰ تنه لایق او با استعداده زده کوونکي په تقدیرنامو او ډالۍ ګانو ونازول شول.

 

د لوګر د پوهنې ریاست له ټولو ملي سوداګرو غواړي، چې د الحاج محمد اکبر اتل په څېر د پوهنې په ډګر کې خپلو ماشومانو او ځوانانو ته د لیک لوست وړیا زمینه برابره کړي.

اړوند موضوعات

بلخ ولایت کې د یوه خیریه بنسټ په مرسته د زده کړو لپاره یو ښوونیز مرکز پرانیستل شو.

 

د یادونې وړده، چې د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ ښوونیز کورس د لوګر د پوهنې ریاست سره ثبت دی او ټول فعالیتونه یې له دغې ادارې سره په همغږۍ ترسره کېږي.

Leave a reply