بلخ ولایت کې د یوه خیریه بنسټ په مرسته د زده کړو لپاره یو ښوونیز مرکز پرانیستل شو.

0
99

بلخ ولایت کې د یوه خیریه بنسټ په مرسته د زده کړو لپاره یو ښوونیز مرکز پرانیستل شو.

4 اکتوبر 2022

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه ښوونکي د یوې خیریه موسسې په همکارۍ د څه باندې دوه سوو زده کوونکو لپاره یو ښوونیز مرکز جوړ کړی دی.

دغه ښوونکی وايي، چې په دې سیمه کې د جګړو له امله له څو کلونو راهیسې زده کوونکي ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شوي او زده کړې نه شي کولای.

د دې ادارې مشر وويل، چې اوسمهال په بېلابېلو ټولګيو کې تر دوه سوه زيات زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، خو د ښوونکو لپاره د زياتو اسانتياوو له نشتوالي اندېښمن دي.

 

د دغه ښوونیز مرکز مشر محبوب افغان میل وايي:«اوس مهال هغه ودانۍ او چوکۍ چې موږ لرو د ۱۰۰ کسانو لپاره کافي دي، که د ټولګیو انځور ته ځیر شو، په هر ټولګي کې له ۵۰ تر ۶۰ کسان وي، چې دا کار غیر قانوني دی. او موږ مجبور یو چې دا کار وکړو.»

خو يو شمېر ښوونکي زياتوي، چې له رامنځته شوي فرصت څخه په ګټې اخيستنې د درسونو د جبران لپاره کار کوي او له دولت څخه هم غواړي، چې د لا ډېرو ښوونيزو مرکزونو او کتابتونونو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

يو تن زده کوونکي ذبيح الله وايي: “له پنځو څخه تر شپږو کلونو پورې مې زده کړې ته مخه کړه، اوس دې ښوونيز مرکز ته راغلم چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او خپلو هيلو ته ورسوم.”

يوه بل زده کوونکي ربيع الله زياته کړه: “دلته ښوونکي ډېر ښه دي.” موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې له موږ سره د څوکیو، میز، قلم او چونچ په برخه کې همکاري وکړي.

په دغه ښوونیز مرکز کې د ریاضي، کمپیوټر، خطاطۍ، انګلیسي، پښتو، دري او د موبايل تیلیفون د ترمیم په څير مضمونونه تدریس کیږي او خیریه بنسټ یې تمویل کوونکی دی.

اړوند موضوعات

لوړو زده کړو وزارت: سږ کال به دولتي پوهنتونونو ته د کانکور له لارې ۱۱۵ زره ګډونوال جذب شي.

 

د يادونې وړ ده، چې په بلخ ولايت کې دا يوازينۍ سيمه نه ده، چې ښوونکي پکې د جګړو له امله له درسونو پاتې کېږي، بلکې د دې ولايت په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم له تېرو څو کلونو جګړو د ښوونځيو د تړلو لامل شوى دى.

Leave a reply