بهرنیو چارو وزارت کې د هغه ۱۸ هیوادوالو چې موده وړاندې په بلغاریا کې یې مړي موندل شوي وه فاتحه او تعزیت واخیستل شو.

0
134

بهرنیو چارو وزارت کې د هغه ۱۸ هیوادوالو چې موده وړاندې په بلغاریا کې یې مړي موندل شوي وه فاتحه او تعزیت واخیستل شو.

30 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سه شنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د جوزا ۹ نیټه، په بهرنیو چارو وزارت کي دهغه (۱۸) تنه هیوادوالو، چې د روان کال د فروري په ۱۷مه نېټه یې د بلغاریا پلازمینه صوفیا کې اروپا ته پر لار په یوه کانټینر کې د تنفسي کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی وو، د کورنیو د غړو لپاره د تعزیت، تسلیت او فاتحې د مراسمو د اداء په موخه د یاد وزارت د رهبرۍ له لوري غونډه ترسره شوه.

 

په دغه تعزیتي غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر د شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي وکړه او د الله عزوجل څخه یې هغوی ته د صبر، زغم، حوصلې او نعم البدل دعاء وکړه، دغه راز یې ډاډ ورکړ چې حکومت به یې ملاتړی او همکار وي.

 

همدا راز مولوي متقي د شهیدانو د کورنیو له غړو سره د اجسادو د رانقلولو د پروسې په مهال موجودې هغه ستونزې شریکې کړې چې د نړیوالو ظالمانه بندیزونو له کبله رامنځته شوې وې او دغه بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی وو.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ موږ د جسدونو نقل لپاره ځانګړې الوتکه چمتو کړه اجازه ورنکړل شوه، دوه ځله هغه روپۍ چې د جسدونو د راوړلو مصارف کېدل مستردې شوې، هغه وویل؛ دغه بشري موضوع کې د افغانانو په وړاندي د نړیوالو غیر عادلانه تګلارې دا پروسه تر دریو میاشتو پورې وځنډوله.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت: په بلغاریه کې د وروستۍ پیښې قربانیان به زر د دوی د سفارت له لورې هیواد ته انتقال شي.

 

د بهرنیو چارو وزیر په دغه مراسمو کې د وینا په یوه برخه کې په نړیوالو غږ وکړ چې بندیزونه لیري کړي تر څو افغانان وکولای شي چې په کور دننه او بهر خپلو اړتیاوو ته لاسرسۍ ولري.

Leave a reply