اسلامي امارت: په بلغاریه کې د وروستۍ پیښې قربانیان به زر د دوی د سفارت له لورې هیواد ته انتقال شي.

0
197

اسلامي امارت: په بلغاریه کې د وروستۍ پیښې قربانیان به زر د دوی د سفارت له لورې هیواد ته انتقال شي.

24 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ تنو شهیدو شویو افغانانو د جنازو د انتقال په اړه په دغه هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارلې چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته یې هیواد ته د انتقال په تړاو پر وخت همغږۍ ترسره کړي.

 

اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د انتقال زمينه برابروي او د لېږد د چارې اسانتیا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نیول شوې ده.

اړوند موضوعات

 بهرنیو چارو وزارت بلغاریا کې د ۱۸وژل شویو افغانانو پر مړینه خواشیني ښودلې ده 

 

تر اوسه د ۱۷ تنه هیوادوالو هویت تشخیص شوی او د یوه تن د پېژندنې په اړه تحقیقات روان دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به انتقال شي.

Leave a reply