د قطر دفتر مسؤل سهیل شاهین وایي: اسلامي امارت د تعامل لاره غوره کړې او د ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.

0
130

د قطر دفتر مسؤل سهیل شاهین وایي: اسلامي امارت د تعامل لاره غوره کړې او د ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.

30 مئي سه شنبه 2023

 

په قطر کي د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چي د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسۍ دا ده چي له ګاونډیو او د نړۍ له اروپایي هېوادونو سره مثبتې ډیپلوماټیکې اړیکې لرلو غوښتونکی دی.

 

همدا راز په قطر کي د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه غوښتي چي پر افغانستان باندې فشارونو اچولو څخه ډډه وکړې او روانې ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.

 

سهیل شاهین زیاته کړه چي اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د رسمېت پېژندلو ټول معیارونه او شرایط پوره کړي او نړیواله ټولنه دې اسلامي امارت په رسمېت سره وپېژني.

اړوند موضوعات

د قطر دفتر مسؤل او ملګرو ملتونو ته نومول شوي استازي سهیل شاهین د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره ولیدل.

 

په تېرو شلو میاشتو کي د اسلامي امارت د حکومت د رسمېت پېژندلو او تعامل کشاله دومره اوږده شوې چي د سیمه اییزو هېوادونو په شمول د نړۍ اروپایي هېوادونو هم دېته زړه نه دي ښه کړی چي د کابل اوسنی حکومت په رسمېت سره وپېژني.

Leave a reply