د قطر دفتر مسؤل او ملګرو ملتونو ته نومول شوي استازي سهیل شاهین د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره ولیدل.

د قطر دفتر مسؤل او ملګرو ملتونو ته نومول شوي استازي سهیل شاهین د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره ولیدل.
27 اکتوبر 2022
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤل محترم سهیل شاهین سره وکتل.
سهیل شاهین د قطر سیاسي دفتر د وضعیت او د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د تعامل د ډول په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
هغه وویل، دا دفتر به د تېر په څېر د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د رغنده او مثبتو اړیکو د تامین په موخه ټولې هڅې وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤل سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، دا دفتر د تاسیس له وخته مهمې دندې او مسوولیتونه لري او په ښه توګه توانېدلی چې د اشغال د خاتمې او په هیواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت په موخه خپلې دندې ترسره کړي.
اړوند موضوعات
هغه د سیمې او له سیمې وراخوا هیوادونو سره د اړیکو تامین مهم وارزاوه او وې ویل، دا دفتر دې له نورو هیوادونو سره د متقابل درناوي او تعامل په اساس مثبت رول ولوبوي.






