د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ورځ د هرات ولایت یو شمیر علماؤ او مخورو سره وکتل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ورځ د هرات ولایت یو شمیر علماؤ او مخورو سره وکتل.
23 اکتوبر 2022
د ریاست الوزراء اداري مرستیال ملاعبدالسلام حنفي نن ورځ د هرات ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی هر یو مولوي غلام حیدرخان شهامت، مولوي رحمت الله جابر او شیخ محمد منصور د ګډونوالو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی د هرات ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت راپور د ریاست الوزرا اداري مرستیال مقام ته وړاندې کړ وې ویل، د اسلامي امارت نظام له واکمنېدو سره په دې ولایت کې نظم ښه شوی او خلک له امنیتي وضعیت بشپړ راضي دي.
ګډونوالو د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو وضعیت، د هیواد په کچه د مجاهدینو استخدام او د بیت المال ضایع کېدو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
اړوند موضوعات
اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي: له دندې ګوښه کیدل او نصبیدل د اسلامي امارت چوکاټ کې یو مهم اصل دی.
مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت له علماوو او مشرانو سره په کتنې خوښي وښوده او د اشغال پایته رسېدو او اسلامي نظام ټینګښت کې یې د دې لرغوني ولایت د خلکو او علماوو قربانۍ وستایلې.