اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي: له دندې ګوښه کیدل او نصبیدل د اسلامي امارت چوکاټ کې یو مهم اصل دی.
اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي: له دندې ګوښه کیدل او نصبیدل د اسلامي امارت چوکاټ کې یو مهم اصل دی.
22 اکتوبر 2022
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړو زده کړو وزارت لپاره د نوي سرپرست وزیر معرفي غونډه کې ګډون وکړو او پخپله وینا کې د لوړو زده کړو وزارت لپاره د شیخ ندا محمد ندیم د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ وویله او د ښه خدمت دعاء یې ورته وکړه او تر څنګ یې د پخواني وزیر شیخ عبدالباقي حقاني د خدماتو او کارونو ستاینه او قدرداني وکړه.
نوموړي د خبرو په ترڅ کې وویل چې له دندې ګوښه کول او نصبول د افغانستان د اسلامي امارت په چوکاټ کې یو مهم اصل دی.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې په هېواد کې د پوهنې سکتور اهمیت ته په اشارې سره وویل: هېڅ هېواد له علم او پوهې پرته نه شي کولای بشپړه خپلواکي ترلاسه کړي او نه هم د خپل ملت د پرمختګ زمینې برابرولی شي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزارء اداري مرستیال نن ورځ د تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو له یو شمیر علماؤ سره وکتل.
نوموړي زیاته کړه چې په علمي، تخنیکي او سیانسي برخو د مافوق لیسانس د دورې د پروګرامونو جوړولو، د لوړو زده کړو د خصوصي سکټور د ملاتړ پروګرامونو په ګډون د تحصیلي نصاب تعدیل ته پاملرنه، هغه برنامې دي چې په دې برخه کې به اسلامي امارت ډیره پاملرنه وکړي.