د ریاست الوزارء اداري مرستیال نن ورځ د تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو له یو شمیر علماؤ سره وکتل.

0
191

د ریاست الوزارء اداري مرستیال نن ورځ د تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو له یو شمیر علماؤ سره وکتل.

21 اکتوبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو له یو شمېر علماؤ، مشرانو او مجاهدینو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

 

 

په دغه کتنه کې مولوي نورالدین عمیر د نورو په استازولۍ خبرې وکړې وې ویل، په تخار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی. نوموړي په امنيتي برخو کې د یادو ولایتونو د مسوولینو او مجاهدینو هلې ځلې وستایلې.

 

 

همداراز مولوي نورالدین عمیر د مجاهدینو ځینې ستونزې او ټولنیز مسایل د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره شریک او په یاو ولایتونو کې یې د ستونزو حل او انکشافي کارونو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ ځانګړې پاملرنه وغوښته.

 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په یاده کتنه خوښې څرګنده کړه وې ویل، د اسلامي امارت مسوولین به په خپلو ټولو امکاناتو سره په هیواد کې د امنیت د تامین او وطنوالو د هوساینې لپاره هیڅ راز هڅې دریغ نکړي.

اړوند موضوعات

د افغان دولت اداري مرستیال د هرات ولایت یو شمیر علماؤ او سوداګرو سره وکتل.

د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، له اشغالګرو څخه د هیواد ازادي د برحقه مجاهدینو د سرښندنو او نه ستړي کېدونکې مبارزې او د ګرانو وطنوالو په ګډه همکارۍ ترلاسه شوه. نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د دغو ولایتونو د مجاهدینو او اوسېدونکو ستونزو ته به رسېدګي وشي.

Leave a reply