د افغان دولت اداري مرستیال د هرات ولایت یو شمیر علماؤ او سوداګرو سره وکتل.

0
192

د افغان دولت اداري مرستیال د هرات ولایت یو شمیر علماؤ او سوداګرو سره وکتل.

15 اکتوبر 2022

د افغان دولت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د‌ هرات ولايت له یو شمېر علماؤ او سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کې محترم نجیب الله خیر اندیش ( فوشنجي) او محترم مولوي امیني د‌ نورو په استازيتوب خبرې وکړې. دوی د اسلامي امارت له مشرانو سره لیده کاته د خلکو ، علماؤ او سوداګرو د عزم د پياوړتيا لامل وباله او د اسلامي امارت له رهبري يې وغوښتل چې د سوداګرو او پانګوالو په ملاتړ او تشويق سره په هېواد کې د توليدي فابريکو تأسیس، پانګونې او د شغلي فرصتونو ایجاد ته زمینه برابره کړي.

 

يادو علماؤ او سوداګرو همداراز سوداګرو او واردوونکو ته د ضروري او لومړنيو خوراکي توکو د ګمرکي تعرفې په برخه کې هم د نرمښت او مدارا غوښتنه وکړه.

 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولايت له علماؤ او سوداګرو سره پر خپله کتنه خوښي څرګنده کړه او د هيواد په ثبات، پراختيا او پرمختګ کې د علماؤ، سوداګرو او پانګوالو رول حیاتي وباله.

اړوند موضوعات

ملا عبدالسلام حنفي: د پوهنتون استادان د هیواد پانګه ده او د هیواد د پرمختګ لپاره باید هلې ځلې وکړي.

 

نوموړي زياته کړه د اسلامي امارت د مسؤلینو دروازې د ټولنې د ټولو اقشارو پر مخ پرانیستې دي او دا خپله دنده بولي چې ټولو اقشارو ستونزې او وړانديزونه واوري او د حل لپاره يې لازم اقدام وکړي.‏د‌ رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز زیاته کړه ، اسلامي امارت مصمم دی چې له سوداګرو او پانګوالو هراړخيز ملاتړ وکړي، ستونزې یې په ګوته او د حل لپاره يې لازم اقدامات ترسره کړي.

Leave a reply