ملا عبدالسلام حنفي: د پوهنتون استادان د هیواد پانګه ده او د هیواد د پرمختګ لپاره باید هلې ځلې وکړي.

0
187

ملا عبدالسلام حنفي: د پوهنتون استادان د هیواد پانګه ده او د هیواد د پرمختګ لپاره باید هلې ځلې وکړي.

15 اکتوبر 2022

 

د افغان دولت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د هيواد د پوهنتونونو له یو شمېر استادانو سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې يادو استادانو خپل نظریات او لیدلوري وړاندې او د نورو لاملونو ترڅنګ يې د ملتونو د‌ پرمختګ لامل علم ته پاملرنه وبلله او وې ویل، نن هغه هيواد بريالی او د ترقۍ منزل په چټکۍ وهي چې خپلو علمي او تحقیقاتي مرکزونو ته په ډېر ارزښت قایل وي.‏

 

د‌ پوهنتونونو استادانو د اسلامي امارت له رهبرۍ وغوښتل چې د هيواد علمي مرکزونو او پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو په راتلونکي کې زموږ هيواد وکولی شي د علم د انکشاف په برخه کې د سیمې او نړۍ د‌ هيوادونو په منځ کې لوړ مقام ته ورسېږي.

د پوهنتونونو

 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د‌ پوهنتونونو له استادانو سره پر کتنې خوښي څرګنده او دوی يې د هيواد پانګه وبلله.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس پروژې څخه لیدنه ترسره کړه.

 

نوموړي استادانو ته په خطاب کې وويل، په اوسنیو شرایطو کې تاسې مسووليت لرئ چې د هيواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړئ.

Leave a reply