د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علي اباد تدریسي روغتون د فعالیتونو څارنه او د ناروغانو پوښتنه ترسره کړی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علي اباد تدریسي روغتون د فعالیتونو څارنه او د ناروغانو پوښتنه ترسره کړی.
29 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد د دغه وزارت اړوند علي اباد تدریسي روغتون د مسؤلینو په ملتیا د یاد روغتون له داخله، جراحي، اعصابو جراحي، سرطاني ناروغیو، لابراتوارونو، علمیات خونو، فزیوتراپي او نورو بېلا بېلو اداري برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علي اباد تدریسي روغتون له ناروغانو سره وکتل، د هغوی د حالت د پوښتنې تر څنګ، شته خدماتو او ورسره د ډاکټر صاحبانو د چلند په اړه یې له هغوی څخه پوښتنې وکړې.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علي اباد تدریسي روغتون له رئیس او د څانګو له شف استادانو سره د یاد روغتون په ریاست کې ناسته وکړه.
په پیل کې د علي اباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري د علي اباد تدریسي روغتون د تاریخچې، تشکیلاتو، امکاناتو او په دغه روغتون کې د شته فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. دغه راز نوموړي د لابراتوارونو، ماشینونو او زېربنا په برخه کې د یاد روغتون یو لړ اړتیاوې، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریک کړل، چې د سرپرست وزیر له لوري د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه.
اړوند موضوعات
د یادولو وړ ده چې علي اباد تدریسي روغتون اوسمهال ۴۰۰ بسترونه لري، چې د ځوانو متخصصینو د روزنې تر څنګ، په مختلفو برخو کې د ناروغانو وړیا درملنه کوي.






