اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو د عوفي بهرام شرکت سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه بریښنا د تولید د عملي چارو په اړه خبرې کړي.

0
177

اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو د عوفي بهرام شرکت سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه بریښنا د تولید د عملي چارو په اړه خبرې کړي.

29 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د 72 میګاواټه برېښنا د تولید د عملي چارو د پیل په موخه د عوفي بهرام شرکت له مسئولینو سره د همغږي ناسته ترسره شوه.

 

په یاده ناسنه کې د عوفي بهرام د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت له مسئولینو سره په پکتیکا ولایت کې د 72 میګاواټو په وړتیا د برېښنا د تولید فابریکې جوړولو د عملي چارو د پیل په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

 

په یاده لیدنه کې نوموړي شرکت د یادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او د عملي چارو د پیل لپاره د زمینې چمتو کولو په موخه دواړو لورو د لومړنيو چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

 

 

همدارنګه، په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسئولینو په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې هم د فعالیتونو ترسره کولو لیوالتیا څرګنده کړه.

 

 

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ددوی له لیوالتیا څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اوبو او انرژۍ وزارت اړونده برخو کې به له دوی سره همکاري وکړې.

اړوند موضوعات

اوبو او انرژۍ وزارت د عوفي بهرام شرکت سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه بریښنا تولید فابریکې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی.

 

 

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې د اوبو او انرژۍ وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د 72 میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو په موخه د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شوی وو.

Leave a reply