اوبو او انرژۍ وزارت د عوفي بهرام شرکت سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه بریښنا تولید فابریکې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی.

اوبو او انرژۍ وزارت د عوفي بهرام شرکت سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه بریښنا تولید فابریکې د همکارۍ تړون لاسلیک کړی.
20 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت او د عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو سرچینو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکي جوړولو په هکله د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د عوفي بهرام د کانونو د پروسس او استخراج سوداګریز شرکت له مسئول سره د ډبرو سکرو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید د فابریکي جوړولو په برخه کې د پانګونې په هکله د ګډي همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.
اړوند موضوعات
یاد هوکړه لیک، د دواړو لورو ترمنځ د پانګونې د چارو د انسجام او د يادې پروژې د عملي چارو د پيل د چټکتيا لپاره د ګډې همکاري او همغږي په موخه لاسليک شو.