بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له بندیخانو تر اوسه ۲۳۴۲ افغان بندیان آزاد او خپل هیواد ته د دولت پر مصارفو راستانه کړای شوي.

بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له بندیخانو تر اوسه ۲۳۴۲ افغان بندیان آزاد او خپل هیواد ته د دولت پر مصارفو راستانه کړای شوي.
27 مئي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د په پاکستان کې د اسلامي امارت لویې سفارت او کراچۍ جنرال قونسلګرۍ په هڅو د سیند ایالت د بیلابیلو بندیخانو څخه تر اوسه ۲۳۴۲ بندیان راخلاص شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د د جوزا ۳ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ۶۶ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته روان شول.
اړوند موضوعات
د پاکستان کراچۍ له زندانونو څخه ۵۶ تنه افغان بندیان خلاص او خپل هیواد ته ستانه کړای شول.
د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه تر ۲۳۴۲ تنو پوري افغان بندیان د اسلامي امارت په هڅو ازاد شوي او خپل هیواد ته را ستانه شوي دي.






