د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د جنرال قونسل سره کتلي.

0
126

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د جنرال قونسل سره کتلي.

27 مئي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار سره وکتل.

 

مولوي سید عبدالجبار په کراچۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت، ننګونو او ستونزو راپور شریک کړ.

 

په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل وویل، دوی توانېدلي ۲۳۴۲ افغانان چې د کراچۍ په زندان کې بندیان وو، له بنده آزاد کړي او د پاتې نورو وطنوالو د ازادولو هڅې هم دوام لري.

 

نوموړي زیاته کړه، دوی به په پاکستان کې مېشتو او کډوال افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمت په موخه خپلې ټولې هڅې وکړي.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کراچۍ کې د افغانستان له جنرال قونسل سره پر کتنې خوښي څرګنده او په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته یې د خدمت په برخه کې د دوی نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وستایلې.

 

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه: په ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول هغو هیوادونو کې چې د زیاتو افغان کډوالو کوربتوب کوي، سیاسي او قونسلي استازولۍ مسولیت لري چې د مراجعینو ستونزو او چارو ته غوره او بهتره رسیدګي وشي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د میدان وردګ او زابل له والیانو سره د یادو ولایتونو په اړه خبرې اترې کړي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره نېک او حسنه روابط غواړي او د افغانستان نمایندګۍ دې له دغو هیوادونو سره د نېکو او حسنه ډپلوماټیکو مناسباتو او روابطو د ټینګښت لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

Leave a reply