د ریاست الوزراء اداري مرستیال د میدان وردګ او زابل له والیانو سره د یادو ولایتونو په اړه خبرې اترې کړي.

0
123

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د میدان وردګ او زابل له والیانو سره د یادو ولایتونو په اړه خبرې اترې کړي.

27 مئي شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د زابل له والي مولوي قدرت الله او د میدان وردګو له والي قاري بختیار سره وکتل.

 

په دې کتنه کې یادو والیانو د خپلو ولایتونو د اجتماعي، اقتصادي، امنیتي او د حکومتولۍ د وضعیت او د خلکو د ستونزو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته بشپړ معلومات ورکړل.

 

دوی وویل، خلک په ټول هیواد په ځانګړي ډول په زابل او میدان وردګ ولایتونو کې له سرتاسري امنیت راضي دي او د یادو ولایتونو ټول مسؤلین په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت په برخه کې لازیاتې هڅې کوي.

 

د ذکر شویو ولایتونو والیانو مواصلاتي لارې، ښوونه او روزنه، دیني مدرسې او برېښنا د زابل او میدان وردګو د اوسېدونکو اصلي غوښتنې وبللې او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل او میدان وردګو له والیانو سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، خلکو ته خدمت او د دوی ستونزو ته پر وخت رسیدګي د اسلامي امارت د ټولو مسؤلینو مسولیت دی، ترڅو د خلکو ستونزې واوري او د حل لپاره یې شپه او ورځ نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اوبو د تنظیم او پاکو اوبو ته د کابل د ښاریانو د لاسرسي غونډه ترسره شوه.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت به د خپل توان په حدودو او په لاس کې شته امکاناتو ته په کتو سره د خلکو د ستونزو حل او د دوی د اړتیاؤ رفع کولو برخې ته بشپړه پاملرنه وکړي.

Leave a reply