د کډوالو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د پاکستان له سفیر سره د کډوالو افغانانو پر وضعیت خبرې اترې کړي.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر کابل کې میشت د پاکستان له سفیر سره د کډوالو افغانانو پر وضعیت خبرې اترې کړي.

26 مئي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني تیره ورځ په پاکستان کې د مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه د پاکستان له سفیر عبید الرحمان نظاماني سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 

په دغه ناسته کې افغانانو ته د ویزو اسانه کولو، سرحدي دروازو کې د اسانتیاو رامنځته کولو، د افغان بندیانو د خلاصون، افغانانو ته د بانکي حسابونو پرانیستلو، موټر لایسنس جوړولو او یو لړ نورو ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې.

 

د کډوالو سرپرست وزیر له نوموړي وغوښتل، چې په پاکستان کې افغانانو ته د حج فریضې ادا کولو لپاره ځانګړې کوټه ورکړي او کوم افغانان، چې غواړي د افغانستان له لارې حج ته ولاړ شي په سرحدي دروازو کې د تګ راتګ اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

 

ښاغلي نظاماني وویل، د مهاجرینو ستونزې چې په مخکې ناستو کې هم له دوی سره شریکې شوې وې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکې کړي او د هغوی لخوا مثبت ځواب ته په تمه دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزیر سره کتلي او د کډوالو لپاره د حج د ونډې په اړه یې خبرې اترې کړي.

 

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د مهاجرینو خدمت خپل مسؤلیت او د ځان لپاره د اجر او ثواب لامل ګڼي او په دې برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载