د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزیر سره کتلي او د کډوالو لپاره د حج د ونډې په اړه یې خبرې اترې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کډوالو چارو وزیر سره کتلي او د کډوالو لپاره د حج د ونډې په اړه یې خبرې اترې کړي.
18 مئي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي: په دې کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حج د ونډې او هغوی ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه چې د حج ادا کوونکو افغان کډوالو ته په مکه معظمه او مدینه منوره کې د غوره استوګنځي ترڅنګ د استادانو بشپړې تابیاوې هم شوې دي.
د کډوالو وزیر همدا راز وویل: دغه وزارت پلان لري چې په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرینو حالت له نږدې وارزوي. هېواد ته د کډوالو د راستنېدو کچه زیاته شوې او په سرحدي سیمو کې راستنېدونکو هیوادوالو ته لازم امکانات هم ورکول کېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل، لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ګڼ افغان کډوال ژوند کوي او اړتیا ده چې د هغوی د دایمي ستونزو د حل لپاره د نړیوالو ادارو په مرسته اغېزناک اقدامات وشي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد لوی درستیز سره د پوځ د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.
نوموړي وویل، حج ته د افغان کډوالو په استولو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅې مهمې دي. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې خپل هېواد ته را وګرځي او دلته د عزت ژوند غوره کړي.