د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد لوی درستیز سره د پوځ د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

0
199

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هیواد لوی درستیز سره د پوځ د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

18 مئي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د ملي دفاع وزارت له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت سره وکتل.

 

په دې کتنه کې قاري فصیح الدین د اسلامي ملي اردو ځواکونو د روزنې، تجهیز، الوتکو او پوځي وسایطو رغولو او د هېواد د پولو د ساتلو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.

 

نوموړي وویل، د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له حکم سره سم د ټاکل شوي هئیت کارونه بشپړ او ډېر ژر به ټولو ځواکونو ته د هویت او وسلې معیاري کارتونه ووېشل شي، چې په دې سره به د ملي پوځ چارې لامنظمې شي.

 

نوموړي زیاته کړه، ‎د افغان روزونکو پر مټ د پوځ روزنه په اسلامي او ملي روحیه له ټاکل شویو اهدافو سره سمه روانه ده او دوی د اسلامي، ملي او متعهد پوځ پیاوړتیا ته ژمن دي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ملي پوځ او د دې برخې د مسؤولینو کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، اسلامي اردو د افغان ولس او د اسلامي امارت د مشرانو هیله ده چې له نیکه مرغه اوس په اسلامي روحیه روزل شوی پوځ د هېواد له پولو او افغان ملت څخه ساتنه کوي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نشه یي توکو سره د مبارزې له مرستیال سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

 

نوموړي وویل، د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي چې پوځ لاتجهیز او وروزل شي، څو په هر ډول شرائطو کې د افغانستان له خاورې ساتنه وکړي.

Leave a reply