د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نشه یي توکو سره د مبارزې له مرستیال سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

0
101

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نشه یي توکو سره د مبارزې له مرستیال سره لیدلي او خبرې اترې یې کړي.

17 مئي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په سپیدار مانۍ کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې له مرستیال مولوي عبدالحق سره ولیدل.

 

مولوي عبدالحق د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د وروستیو کړنو او پرمختګونو په هکله په بېلابېلو برخو کې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره معلومات شریک کړل.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال زیاته کړه، د تېرو اتلسو میاشتو په لړ کې د هېواد په کچه د مخدره توکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې ده.
نوموړي وويل، د کورنیو چارو وزارت لسګونه هغه سیمې چې د مخدره توکو د قاچاق او استعمال مرکزونه وو، له منځه وړي دي.

 

هغه زیاته کړه، د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې معینیت تراوسه د هیواد له بېلابېلو برخو لسګونه زره روږدي کسان راټول او تر درملنې لاندې نیولي دي.

 

مولوي عبدالحق څرګنده کړه، کورنیو چارو وزارت هڅه کوي په هېواد کې د مخدره توکو کاروبار، قاچاق او تولید ته د پای ټکی کېږدي.

 

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د یاد وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د هېوادوالو د امنیت په ټینګښت او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو خلک په ارامه او ډاډمنه فضا کې سالم ژوند وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره کتلي او پر وروستۍ غونډه یې خبرې اترې کړي.

 

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای د چارو د لا ښه والي په‌موخه د‌ کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق ته یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

Leave a reply