په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت لومړي سکرتر د فلسطینیانو ډلییز مهاجرت ۷۵ کالیزه غونډه کې ګډون ترسره کړی.
په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت لومړي سکرتر د فلسطینیانو ډلییز مهاجرت ۷۵ کالیزه غونډه کې ګډون ترسره کړی.
17 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد په مسکو کې د اسلامي امارت د لوی سفارت لومړی سکرتر حافظ عبدالله یاسر د روان کال د شوال میاشتې په ۲۵مه، نېټه د فلسطینیانو ډله ییز مهاجرت – النکبة په ۷۵ کالیزه کې، چې د فلسطین له مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه ګډون وکړ.
خبرزیاتوي چې ۷۵ کاله وړاندې اسرائیلو د فلسطین پر مقدسه خاوره ولکه ولګوله، چې کابو ۷۲۵ زره فلسطینیان مهاجر او له خپلو کورونو څخه وشړل شول. له همدې نېټې را په دېخوا فلسطینیان دا ورځ د ظلم، بربریت، ناورین او تیري پر وړاندې د حق او عدالت غوښتنې په نوم هر کال نمانځي.
یاده غونډه په مسکوکې د فلسطین په سفارت کې ترسره شوه، چې پر افغانستان سربېره د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماتانو، دولتي استازو او دیني علماوو هم برخه اخیستې وه.
اړوند موضوعات
په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د ګډ امنیتي تړون سازمان غونډه کې ګډون ترسره کړی.
د غونډې ګډونوالو د فلسطین پر بې ګناه مسلمانانو روان ناورین او ظلمونه په کلکو ټکو وغندل او د نړۍ له اسلامي هېوادونو یې وغوښتل ترڅو د دغه ظلم پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشي.