د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره کتلي او پر وروستۍ غونډه یې خبرې اترې کړي.

0
126

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره کتلي او پر وروستۍ غونډه یې خبرې اترې کړي.

15 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ماسپښين د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا او ورسره پلاوي سره وکتل.

 

په دې کتنه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه د سیاسي کمېسیون غړي او د اسلامي امارت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي دځانګړې استازې سیاسي مرستیال مارکوز پوتزل هم حضور درلود.

 

مولوي عبدالکبیر په یاده لیدنه کې وویل چې افغانستان اوس ډاډمن امنیت ترلاسه کړی، په بېلابېلو برخو کې شته لاسته راوړنو ته په پام نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره ښه تعامل او تفاهم ولري.

 

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرتفاهم او د خبرو په دوام پر ټينګار وکړ او د ملګرو ملتونو سرمنشي په مشرۍ په دوحه کې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان په تړاو د ناستې په اړه یې معلومات ورکړل او وې ویل، د مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو هیوادونو استازو له افغانستان سره د مرستو دوام او اسلامي امارت سره تعامل ته لېوال وو.

 

مېرمن روزا اوتونبایوا وویل، په راتلونکو جوړېدونکو غون‌‌‌‌‌‌ډو کې به له افغانستان سره د رغنده تعامل په دوام، له نشه یي توکو سره د مبارزې د بریالي ماموریت، د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او د اموسیند د سواحلو د تحکیم په اړه به هراړخیز بحثونه وشي.

 

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام پرېکړې څخه په مننې وویل، سره له دې چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې ګاللې دي، د تېر په پرتله په هیواد کې سراسري امنیت تامین دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د پکتیا ولایت د ګردیز ښار د میشتو قومونو استازو او مخورو سره کتلي.

 

په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اموسیند د سواحلو د تحکیم په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د مخنیوي او همدارنګه د راتلونکو غون‌‌‌‌‌‌ډو د اجن‌‌‌‌‌‌ډاو د برابرولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.

Leave a reply